حضرت محمد(ص) دلومړيو او وروستيو سردار دئ

حضرت محمد(ص)  دلومړيو او وروستيو سردار دئ
  • 1400/9/26
  • گرداننده وبسايت
  • 16:03:29
اشتراک گزاری:

حضرت محمد(ص)  دلومړيو او وروستيو سردار دئ

الله(ج) دموسى(ع) دحکايت په اړه فرمايي :

قَالَ يَا مُوسَى إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالَاتِي وَبِكَلَامِي  فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُنْ مِنَ الشَّاكِرِينَ ([1])

ژباړه : اې موسى! ته موږ پر انسانانو باندي په خپل رسالت او خبروسره غوره کړې نو ته هغه څه ونيسه ،چي تاته مي درکړى دئ او دشکر ګذاره خلګو څخه سه.

الله(ج) دعيسى(ع) دحکايت په اړه فرمايي :

وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى بْنَ مَرْيَمَ أَأَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِنْ دُونِ اللَّهِ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ ([2])

ژباړه : کله ،چي الله(ج) وويل : اې عيسي دمريمي زويه! ايا تا خلګو ته ويلي وه ،چي ما او مور دالله(ج) څخه ماسوا په خدايانو سره ونيسئ ؟ عيسى(ع) وويل : اې خدايه ! تالره پاکي ده مالره داسي  خبره نه ښايي ،چي ماته يې دويلو حق نه وي.(کله ، ،چي دقيامت   ورځ سي دنورو په مخکي به الله(ج) دغه پوښتنه دعيسى څخه وکړي)

همدا ډول الله(ج) نور انبياء(ع) هم په خپلو نومونو سره ياد کړي او خطاب يې ورته کړى دئ مګر يوازي يې حضرت(ص) ته عزت اوعظمت وربخښلى دئ ، په نبوت اورسالت سره يې ياد کړى دئ په خپل نوم سره يې نه دئ ياد کړى همدا نقطه دحضرت محمد(ص) په بهتروالي او غوره والي باندي څرګند ثبوت دئ داچي الله(ج) حضرت محمد(ج) په نبي يارسول  سره ياد کړى دئ ځيني بيلګي يې په لاندي ډول دي :

الله(ج) فرمايي :

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ([3])

 ژباړه : اې نبي! بېشکه موږ لېږلى يې شاهد ، زيرى ورکونکى او بېرونکى.

همدا ډول الله(ج) بل ځاى کي حضرت محمد(ص) ته خطاب کوي اوفرمايي:

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللَّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ  ([4])

ژباړه : اې نبي! تاته بسنه کوي الله(ج) او هغه مؤمنان ،چي ستا پيروي کوي.

په بل ځاى کي الله(ج) فرمايي:

يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ([5])

ژباړه : اې رسوله ! کوم څه ،چي ستا رب پرتا نازل کړي دي هغه تر نورو پوري ورسوه که دي دا کار ونه کړ، خپل رسالت به دي بشپړ کړى نه وي او الله(ج) تا دخلګو څخه ساتي ، الله(ج) وظالم قوم ته هدايت نه کوي.

په بل ځاى کي الله(ج) فرمايي :

يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لَا يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوبُهُمْ ([6])

ژباړه : اې رسوله ! تا هغه کسان غمګين نه کړي ،چي په کفر کي کوشش کوي دهغه کسانو څخه ،چي په خوله وايي موږ مؤمنان يو او په زړو کي مؤمنان نه وي .

په هرصورت ، که موږ ټوله قرآنکريم تلاوت کړو داسي آيت به پيدا نه کړو ،چي حضرت محمد(ص) ته دي خطاب په خپل  نامه سره څرګند سوى وى يعني ورته ويل سوي دي وي ،چي : اې محمده ! لکه نورو انبياؤ(ع) ته ،چي خطاب په خپل نوم سره سوى دئ ودې خبري ته که څوک وګوري دا درسول الله(ص) پر عظمت ، لوړ شان او پرنورو انبياؤ باندي دفضيلت ښه دليل دئ او دا په څرګند ډول ښيي ،چي حضرت محمد(ص) پر ټولو انبياؤ(ع) او رسولانو(ع) باندي بهترين او فضيلت والا پيغمبر دئ.([7])

پورته ځانګړتياوي ،چي وښودل سوې دا درسول الله(ص) دغوره والي لپاره يوه نمونه وه بلکي رسول الله(ص) دومره ځانګړتيا لري ،چي دټولو ويل يا ليکل بيخي شوني نه دي .

[1] : سورة اعراف الاية ١٤٤

[2]  : سورة مآئدة الاية ١١٦

[3] : سورة احزاب الاية ٤٥

[4] : سورة الانفال الاية ٦٤

[5]  : سورة المائدة الاية ٦٧

[6]  : سورة المائدة الاية ٤١

[7] : کتاب الشفاء تاليف قاضي عياض

برگرفته از تعليم القرآن راديو

بحث در مورد'حضرت محمد(ص) دلومړيو او وروستيو سردار دئ'

نظریات خود را بنوسید

نظریات خود را باره این مقاله با ما شریک کنید

نظر شما قابل قدر است