د اسلامی حکومت مواصفات یا ځانګړتیاوي

د اسلامی حکومت مواصفات یا ځانګړتیاوي
  • 1401/7/1
  • مولانا عبدالصبور عباسى
  • 12:30:27
اشتراک گزاری:

(د اسلامي ریاست ځانګړتیاوې)

د اسلامی حکومت مواصفات یا ځانګړتیاوي

نويسنده: مولانا عبدالصبور عباسى

تر څو د کائناتو  په اړه،د انسان،تصور مخے ته نه وي راغلی ، دنیا په اړه  تصور نه شي قائمولی،همدا راز د خبره د انسان په اړه هم ده،چې د نړۍ او کائناتو باره کې د ده رایه مخے ته نه وي،راغلي،دی د خپل ځان باره کې هم پرېکړه نه شي کولای،چې زه دې کائناتو او نړۍ کې څه حیثیت لرم.

تر څو موږ نړۍ، کائنات او خپل شاوخوا موجودات نه وي،پېژندلي،دهغې حیثیت راته نه وي،ځانګړی شوی،تر هغې موږ د خپل ځان( انسان) په اړه هم درست تصور نه شو قائمولی.

له دې امله ډېرو فلسفیانو، د خدایي،هدایاتو نه په استغناء کې د نړۍ او کائناتو باره کې ناسم تصورات قائم کړي دي، په دې آساس د انسان د حیثیت او مقام په تعیین کې هم په ناسمه لاره روان شويدي.

ځینو یې انسان له هر څه نه لوړ او پورته ګڼلی، له سره یې د داسې،ذات او هستۍ له منلو نه انکار کړی، چې انسان تحدید کړي،په اختیاراتو یې،قیود وضع کړي،امر او نهې ورته وکړي.

وایي: 

چې هرڅه دی همد انسان دی، دی په کائناتو کې له هرچا نه ډېر مقدس دی،،دی په ځان پورته څوک نه لري، که کوم خدای موجود هم وي، له ده سره یې سرو کار نشته دی، او نه دا استحقاق لري،چې ده ته حکم وکړي  او یایې له څه نه منع کړي.

او چا بیا انسان دومره ذلیل معرفي کړی،چې حتى حیوانات یې ورته معبودان ټاکلي دي،

چا ورته لمر،سپوږمۍ او ستوري برحق معبودان ټاکلي،چا ورته اور مقدس معرفي کړی او داور عبادت ته یې چمتو کړی،چا ورته ویلي جنیات دې معبودان دي،چا لږ پورته بوتلی ملائک او انبیاوو یې ورته خدایان ټاکلي. 

له دې نه دا معلومېږي چې کائناتو کې د انسان د حیثیت او مقام په تعیین کې عام  انسانان  لا څه کوې؛

حتي فلاسفه څومره ژولیده فکر او مختلف الخیال، معلومېږي 

 فلاسفه ،مختلف نظرونه لري، اوس به څوک فیصله کوي،چې کوم نظر سم او کوم ناسم دی،دڅه شي په اساس به فیصله کوي،د کوم کتاب،قانون او دستور په اساس؟

•-له دې امله قران  انسان باره کې،له لومړنۍ ورزې نه کوټلې پرېکړه کړېده.

•-  د انسا باره کې د قران سیاسی تعیلمات هم د کائناتو او نړۍ، باره کې د قران د وړاندې شویو تصوراتو   په رڼا کې،وړاندې، شوي دي.

ځکه چې دا خو ممکن نه ده،چې د کائناتو ،حیثیت بیا د کائناتو د یوې وړې برخې( دنیا) حیثیت د واضح کېدو او تعیینېدو ، نه وړاندې د مونږ کائناتو/ نړۍ، کې د انسان مقام او حیثیت تعیین کړو. 

•-د کائناتو په اړه دقران تصور:

 د کائناتو په اړه د قران،تصور  دا دی چې دا کائنات له الف نه تر یا ټول الله تعالي، پيدا کړيډې،( دا مخلوق دي)

 الله تعالي،د دې کائناتو د ذرې ذرې خالق دی چې هغې کې انسان او له کومو شیانو نه چې استفاده کوی،هم، شامل دي.

 

د کائناتو په اړه قران وایې:

 هو الذی خلق السموت والارض بالحق ( الانعام ۳۷)

°- الله هغه ذات دی،چې آسمانونه او ځمکه یې په حقه تخلیق کړي.

 قل الله خالق کل شی وهو الواحد القهار (الرعد۱۶)

°- و وایه الله د هرشي،خالق دی،هغه یو او غالب دی.

•-دانسان په اړه د قران تصور:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا.

ای خلکو! له خپل هغه پروردګار نه و وېرېږئ،چې تاسو یې له یو نفس( آدم) نه پیداکړئ،له هغه نه یې د هغه ښځه هم پیدا کړه او له دواړو نه یې ډېر سړي او ښځې خپاره کړل.

له هغه خدای نه و وېرېږئ چې د هغه په نوم یو له بل نه غوښتنې کوۍ او د رشتې له قطع کولو نه هم ځان وساتئ.

یقینا الله تعالى په تاسو مراقبت کونکي دي.

(النساء-1)

 

•- هغه شیان چې انسان ترې استفاده کوي:

 او د انسان لپاره، تسخیر شويدی،دهغو په اړه فرمایې:

 هو الذی خلق لکم ما فی الارض جمیعا.

الله هغه ذات دی،چې ستاسو د استفادې ټول شیان یې پیدا کړيدي.

 ( البقره  ۲۹)

   يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ﴾

[ فاطر: 3]

°-ای خلکو! په خپل ځان د الله تعالي نعمت  یاد کړئ.

آیا له الله نه پرته بل کوم خالق شته چې تاسو ته له پاسه او ځمکې  نه رزق درکړي.

له هغه پرته بل څوک د عبادت(بندګۍ) لایق نشته دی، نو له کومې خوا نه ګمراه کول کېږۍ.

 (سورة، فاطر)

 

۳ـ افرءیتم ماتمنون ءانتم تخلقونه ام نحن الخالقون  ( الواقعه ۵۸ـ ۷۲)

°- آیا تاسو دهغه مني د قطرې باره کې فکر کړی،چې تاسو یې غورزوۍ، ایا تاسو یې تخلیق کوۍ،که موږ تخلیق کونکي یو.

 

کله چې دا خبره قران وړاندې کړه

[ا] چې الله د ټولو کائناتو خالق دی

 [ب] د انسان هم خالق دی.

[ ج]  او د هغه شیانو هم خالق دی، چې انسان،په خپل ژوند کې ترې استفاده کوی.

 

•ـ د دې پورتنی تصور لازمی نتیجه داده چې د خپل مخلوق مالک، فرمان روا، مدبر،منتظم او قٙیُّوْم،هم  الله تعالي، دی.

 په قران کې الله فرمایې:

 والشمس و القمر والنجوم مسخرات بامره اَلَا لَه، الخلق والامر تبارک الله رب العالمین.

لمر،سپوږمۍ او ستوري،دهغه له اړخه مسخر ګرزول شويدي،خبردار! تخلیق هم هغه کړی او امر(حکم) به هم  دهغه چلېږي.

 ( الاعراف ۵۴)

له هم دې امله قران کې  الله  ته اَلقٙیُّوْم  ویل شوي- آیة الکرسي.

 

۵ـ له پورتنې حقیقت نه( چې الله هم د کائناتو خالق دی هم مالک ) دا هم لازمیږی چۍ قران وائي دې کائناتو کې د حاکمیت او حکمرانۍ،جائز  حقدار، هم یواځې، الله دی.

 او هغه سره پدې حق کې د هیڅ چا برخه نشته او نه ورسره څوک شریک شته دی.

لکه فرمایې : 

اِنِ الحکمُ اِلّٙا لِله ( الانعام ۵۷).

د حکم چلولو واک یواځې الله لره دی.

  همدارنګه،فرمایې:

 مَالَهُم مِن دونه من ولی ولا یشرک فی حکمه احداً.

°-انسانانو ته له الله پرته پل کارسمونکی او سرپرست، نشته دی ،الله خپل حکم کې بل هیڅوک له ځان سره نه شریکوي.

 ( الکهف ۲۶). 

الحدید کې، فرمایې:

 له ملک السموات والارض و الی الله ترجع الامور ( الحدید ۵)

°' هغه لره د آسمانونو او ځمکې بادشاهي ده او د ټولو امورو رجع هغه ( الله) ته کېږي.

 

الرعد کې وايي:

و الله یحکم لامعقب لحکمه  ( الرعد-۴۱ ).

°-فیصلې او حکمونه الله صادروي، د هغه د حکمونو او فیصلو د تعقیب واک چاسره نشته.

 المائدة،کې فرمایې:

 ان الله یحکم مایرید ( المایده ۱)

بیشکه الله د خپلې ارادې موافق احکام صادروي( دچاخوښې او ناخوښۍ ته نه ګوري،نه دچا نه اجازه اخلي)

 

۶ـ قران کریم په خپل تعلیماتو کې د دې خبری،هم، په ښکاره ډول اعلان کوی چې د حاکمیت ټول صفات او ټول اختیارات یواځې الله تعالی سره دي.

 دې کائناتو کې هیڅ څوک هم د دې صفاتو او اختیاراتو لرونکی او مالک نشته دی.

 هغه په ټولو غالب دی په هر څه پوهیږی له عیبونو او خطاګانو،ځنې، پاک او سپیڅلی دی د ټولو ساتونکی دی  ټولو ته امان ورکونکې دی. تل ترتله ژوندی او هروخت ويښ  او بیدار دی. پر هر شی مراقبت کونکی او نګران دی.

 په هر شی  قادر دی.

 ټول واک او اخیتار د هغه په لاس کې دی.   ټول شیان( انسان،حیوان،لمر،سپوږمۍ،

بحر ،برَ،هوا،باد،باران، وریځ، ورز،شپه،یخني،ګرمي،مرګ،ژوند او داسې نور) د هغه د فرمان تابع دي، که ئې خوښه وي او که نه ...‌

﴿ أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ﴾

[ سورة آل عمران: 83]

°- ولې انسانان د الله د دین پرته بل څه( بل دین) غواړي،حال دادی،چې د هغه د فرمان تابع دي،هغه څوک چې اسمانونو او ځمکه  کې دي، که خوښه یې  وي او که نه او د ټولو رجوع دهغه لوري ته ده.  

نفع او ضرر د هغه په اختیار کې دی،.

د هغه له اذن نه پرته څوک د هغه مخ کې سفارش هم نه شی کولای.

 د هغه په حکم څوک د نظر ثانې اختیار نه لرې هغه د هیڅ چا په مخ کې جواب ورکونکې نه دې خو ټول هغه ته مسول دی او پوښتنه به ترې کوي. 

د هغه حکم نافذ دی، څوک هم د هغه د حکم د تنفیذ مخنیوی نه شی کولای، د حاکمیت دا ټول صفتونه یواځې د الله تعالی لپاره مخصوص دي او هیڅ څوک ئې شریک نشته دی.

 

په دی مضمون بی شمیره ایاتونه دلالت کوي، د اوږوالی له کبله ئې نه لیکم.

بحث در مورد'د اسلامی حکومت مواصفات یا ځانګړتیاوي'

نظریات خود را بنوسید

نظریات خود را باره این مقاله با ما شریک کنید

نظر شما قابل قدر است