پر انسان د الله تعالی تشریعي او تکویني حاکمیت

پر انسان د الله تعالی تشریعي او تکویني حاکمیت
  • 1401/7/1
  • مولانا عبدالصبور عباسى
  • 12:35:10
اشتراک گزاری:

(د اسلامي ریاست ځانګړتیاوې)

پر انسان د الله تعالی تشریعي او تکویني حاکمیت.

 

د کائناتو په اړه چې کوم تصور قران وړاندې کړی،  د هغې په اساس قران دا وایي چې د انسانانو حقیقي فرمان روا او حاکم هم همغه الله دی کوم چې د ټولو کائناتو حاکم او بادشاه دی.

 انساني معاملاتو کې د حاکمیت حق یواځې هغه ته رسېږي، له هغه پرته بل کوم انساني او غیر انساني قوت په خپل سر د حکم ورکولو او فیصله کولو اختیار نه لري. 

هیڅ چا ته دا حق نشته چې د دومره لوی حاکم په موجودیت کې د خپل سرۍ لاره غوره کړي.

 

د انسان د ژوند دوه برخې:

 

د انسان د ژوند یوه برخه هغه ده چې انسان ته الله تعالی پکې اختیار ورکړی چې ځان ته لاره خوښه او انتخاب کړي، نېکي، بدي، روا، ناروا، کفر، اسلام، فسق او اطاعت، په دې ټولو شیانو کې د انتخاب حق ده ته ورکول شوی دی چې هره لاره انتخابوي، انتخاب دې ېې کړي.

انسان د خپل ناکاره يا ښه انتخاب بدله په  اخرت کې ویني.

په دې سلسله کې دومره خبره ده چې د انبیاء کرامو عليهم السلام او اسماني کتابونو په ذریعه الله تعالی ورته سمه  او ناسمه  لاره دواړه په ګوته کړي دي، بیایې ورته اختیار ورکړی چې هره یوه لار د ځان لپاره انتخابوي انتخاب دې کړي او ددې وضاحت يې هم ورته کړی چې د درستې او غلطی لارې پایلې څه دي؟ خو د انسان د ژوند یو بل اړخ هم شته دی، چې هغې کې انسان  بلکل مجبور محض دی؛ په هغې کې هیڅ واک انسان ته  نه دی ورکول شوی چې په ډېرو لارو کې یوه انتخاب کړي، بلکې دغه برخه کې پر انسان ضرور د الله پرېکړه تطبيقېږي. د بېلګې په توګه: انسان ته دا واک نه دی ورکول شوی چې  دنیا ته راتګ غواړي او که نه؟ 

 نارينه پیدا کېدل غواړي او که زنانه؟

 ښایسته پیدا کېدل غواړي او که بدرنګه؟

په کومه زماني مقطع کې دنیا ته راتلل غواړي؟ مړکېدل غواړي او که نه؟

 څومره عمر غواړي، ډېر او که لږ؟ اولاد ډېر غواړي که لږ؟ هلکان غواړي که انجونې؟ 

دې ته ورته لس ګونه موارد دي چې انسان په کې هم  د نورو کائناتو غوندې فقط د الله د امر او حکم لاندې دی او څه چې الله تعالی غواړي هم هغه سر ته رسېږي. دانسان حریت، انتخاب او اراده په کې په نظر کې نه ده نیول شوې، دا د ژوند هغه برخه یا اړخ دی چې انسان ته معلومېږي چې زه د قدرت د ارادې په مقابل کې بې وسه يم او یو مافوق الطبعیت هستي راباندې حکومت کوي.

خو د ژوند  کومه برخه کې چې ده ته د انتخاب اختیار ورکول شوی، د هغې په اړه ورسره الله تعالی دا مرسته کړې ده چې د انسان د تصرفاتو جائز حدود یې ورته روښانه کړي، حرام، حلال، فسق، اطاعت، کفر او اسلام  یې ورته د انبیاوو عليهم السلام په وسیله څرګند بیان کړي، چې سبا د محاسبې په ورځ څه پلمه ورته پاتې نه شي.

انسان ته د تګ درسته لار:

دې سلسله کې قران وایې:‌ د کائناتو رب په حقیقت کې د انسان رب هم دی، انسان باید د هغه ربوبیت ومني.

 

قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.

: لَا شَرِيكَ لَهُۥ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلْمُسْلِمِينَ- 162-163-الانعام.

ووایه: بې له شکه، زما لمونځ، زما قربانۍ او د عبودیت مراسم، زما ژوند او مرګ د الله رب العالمین لپاره دی.

هغه شریک نه لري، ماته په همدې امر شوی دی او زه له لومړنیو غاړه اېښودونکو څخه يم.

وٙمَا اخْتلفتم فی شئ فحکمه الی الله ( الشوری ۱۰).

په هر څه کې چې تاسو اختلاف سره کوئ، د پرېکړې واک یې له الله سره دی.

 قل ان الامر کله لله ( ال عمران) ۱۵۴) 

د فیصلې واک ټول له الله سره دی.

الا له الخلق والامر.

خبردار هغه تخلیق کړی دی او د پرېکړې واک هم هغه سره دی. ( الاعراف۵۴۰)

دا چې د حکم ورکولو واک الله تعالی سره دی، ځکه چې هغه د کائناتو بادشاه دی، طبعا د پرېکړې واک د بادشاه په لاس کې وي. لکه چې الله تعالی فرمايي:

الم تعلم ان الله له ملک السموت والارض  ( المائده ۴۰)

ولې ته نه پوهېږې چې د ځمکو او آسمانونو بادشاهي الله سره ده.

 

د الله تعالی قانوني حاکمیت:

 

 د انسان د ژوند په اجتماعي برخه کې  هم قران دا وایي

 چې دلته هم  باید یواځې د الله اطاعت او پیروي وشي.

  او د ژند اجتماعي اړخ کې د الله  قانون باید د نافذ قانون په توګه ومنل شي. 

لکه چې فرمایي: ثُمَّ جعلناک عَلَی شریعه مِن الأمرِ فاتبعها  ولا تتبع اهواء الذین لایعلمون.

ته مو د شریعت د يوې لارې پابند کړی یې، د هغې پیروي کوه، د هغو خلکو د خواهشاتو پیروي مه کوه، چې نه پوهېږي. (الجاثیه ۱۸)

 فرمایي : تِلکَ حدود الله فلا تعتدو ها ومن یتعد حدود الله فاولئک هم الظالمون.

دا دخدای ټاکلي شوي حدود( بريدونه) دي، تجاوز ترې مه کوئ، څوک چې د الله له حدودو نه تجاوز کوي،  هغه ظالمان دي. ( بقره ۲۹۹)‌ 

او فرمایې : تلک حدود الله و من یتعد حدوده فقد ظلم نفسه   ( الطلاق )

دا د خدای له اړخه ټاکلي بريدونه دي څوک چې له دې حدودو تجاوز وکړي، یقینا پرځان یې ظلم کړی.

 

المائدةکې وایې:

 ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون. -۴

څوک چې د الله په لېږل شوي قانون فیصله نه کوي، هغه کافران دي.

 بل ځای فرمایې: ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الفاسقون ( المائده- ۴۷)

څوک چې د الله په نازل شوي  قانون فیصله نه کوي، هغه فاسقان دي.

بل ځای فرمايي: ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الظالمون.

څوک چې د الله په قانون فیصله نه کوي، هغه ظالمان دي.

  او فرمايي: أفَحُکم الجاهیله یبغون ومن احسن من الله حکما لقوم یوقنون ( المايده ۵۰)

ولې دوی د جاهلیت قانون غواړي؛ د الله نه به د چا قانون ښائسته وي؟ د هغه قوم لپاره چې ایمان پرې لري.

 او داسې  نور ډير ایاتونه شته دی چې دا مقصد او مطلب واضحه کوي  چې پيروي او اطاعت یواځې د الله د قانون لازم ده؛ واجب الاتباع قانون یواځې د الله قانون دی.

 دا خبره خو واضحه شوه چې د کائناتو  او انسان ،خالق، مالک او حاکم یواځې  الله تعالی دی.

بحث ادامه لري ...

نوره برخه بیا ځلې ...ان شاء الله

بحث در مورد'پر انسان د الله تعالی تشریعي او تکویني حاکمیت'

نظریات خود را بنوسید

نظریات خود را باره این مقاله با ما شریک کنید

نظر شما قابل قدر است