فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا… (روم، ٣٠)
پس روى خود را متوجه آئين خالص پروردگار كن !اسلامی ریاست کښې د رسول الله قانوني حیثیت
(د اسلامي ریاست ځانګړتیاوې)
اسلامی ریاست کښې د رسول الله قانوني حیثیت
د حاکمیت حق او صفات یواځې د الله تعالی ذات کښې مرتکز دى. بل څوک له هغه سره په دې حق کې شریک نشته.
دا خبره هم قران څرګنده کړېده چې پیروي به یواځې د الله تعالی د قانون کیږي.
له دې کوټلې او محکمې خبرې نه طبعا دا سوال را ولاړیږي چې د اسلامي قانون له مخې اسلامي ریاست کې د سنت رسول علیه السلام څه مقام او مرتبه ده.؟
قران په عمومي اسلامی قانون کې د پيغمبر مقام هم تعیین کړیدی. قران پدې اړه فرمایې: چې د رسول الله اطاعت هم فرض دی وما ارسلنا من رسول الالیطاع باذن الله ( النساء ۶۴) سورت النساء بل ځای کښې فرمایې: ومن يطع الرسول فقد اطاع الله ( النساء ۸۰) ژباړه: څوک چې د رسول اطاعت کوي، په حقیقت کښې هغه د الله اطاعت کوي.
فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُواْ فِىٓ أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا (النساء٦٥)
ژباړه : داسې نه ده؛ قسم ستا په رب! ای محمده، دوی مؤمنان کېدای نه شي، تر څو په خپلو پېښو شوو شخړو کې تا حاکم ونه مني او بیا ستا له پرېکړې نه په خپلو نفسونو کې تنګي هم محسوس نه کړي او د تسلیم سر ورته ټیټ کړي.
په همدې اړه بل ځای بیا فرمایې
وَمَنۡ يُّشَاقِقِ الرَّسُوۡلَ مِنۡۢ بَعۡدِ مَا تَبَيَّنَ لَـهُ الۡهُدٰى وَ يَـتَّبِعۡ غَيۡرَ سَبِيۡلِ الۡمُؤۡمِنِيۡنَ نُوَلِّهٖ مَا تَوَلّٰى وَنُصۡلِهٖ جَهَـنَّمَ ؕ وَسَآءَتۡ مَصِيۡرً ۞
(النساء،١١٥)
ژباړه: څوک چې د رسول مخالفت ته ملا وتړي، وروسته له هغې نه چې د هدایت لاره ورته روښانه شوې ده او د مؤمنانو له روش پرته بل روش غوره کړي، موږ به یې همغې لارې/ لوري ته وګرځو، کوم لوري ته چې دا په خپله وګرځېده او جهنم کې به یې د ننه کړو، هغه د تلو ناکاره ځای دی.
همدا راز په سوره حشر کې راځي چې فرمایې: وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا) الحشر-٧)
ژباړه : پیغمبر چې څه درکوي هغه واخلئ او له څه نه مو چې منع کوي، ترې منع شئ.
د قران شریف په دغه برخو کې د رسول قانونی حیثیت تعیین کړای شویدی،
چې د اصلی حاکم الله تعالی خبرې ـ فرامین او حکمونه موږ ته د رسول الله په ذریعه را رسېدلي دي او هغه د الله تعالی د احکامو له رسولو سره د هغې تشریح او تبیین هم کوي.
خو دا تشریح او تبیین به کله عملا سرته رسوي، کله قولا.
رسول الله[ محمد صلی الله علیه وسلم ] د خدای د دین رسمی نماینده دی د رسول الله اطاعت عینا د الله تعالی اطاعت ګڼل شویدی. قران کې ځای پر ځای الله تعالي پر دې ټینګار کړیدی چې رسول الله کوم حکم کوې هغه باید د الله تعالى حکم وګڼل شي. او دا چې د الله بندګان به د الله د رسول اطاعت بې له کوم د لیت و لعل نه قبلوي؛ په زړه کې به د رسول د فیصلو په اړه دتنګې احساس مه نه کوي. او که چیرته یې دلتنګې احساس کړه او یا یې د هغې فیصلو ته زړه له تله سرکينښوده نو نژدې ده چې دا شخص خپل د ایمان داعوه له لاسه ورکړي او له ایمان نه به محروم شي.
بحث در مورد'اسلامی ریاست کښې د رسول الله قانوني حیثیت'
نظریات خود را بنوسید
نظریات خود را باره این مقاله با ما شریک کنید