فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا… (روم، ٣٠)
پس روى خود را متوجه آئين خالص پروردگار كن !په اسلامي ریاست کې تر ټولو لوړ قانون
(د اسلامي ریاست ځانګړتیاوې)
په اسلامي ریاست کې تر ټولو لوړ قانون
د قران له مخې د خدای او رسول حکم هغه لوړ (Suprem Law ) قانون دی چې مسلمان ئې مقابل کې له اطاعت نه پرته بله چاره نه لري.
کومو معاملاتو کې چې الله او رسول فیصله کړې ده، په هغو کې د یو،مسلمان لپاره د ازادې پریکړی کولو اختیار نشته دی.
د الله او رسول له فیصلې نه انحراف له ایمان نسره منافی عمل ګڼل کېږي:
لکه چې په قران کریم کې الله تعالی فرمایي :
: وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍۢ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ ٱلْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ ۗ وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَٰلًا مُّبِينًا
(الاحزاب ۳۶)
ژباړه:
یو مومن سړي او ښځې ته دا حق نشته دی چې الله او رسول په کومو معاملاتو کې پریکړه وکړي او بیا دوی ته پکې، څه اختیار باقي پاته شي.
څوک چې د الله او رسول نافرماني وکړي، هغه په څرګنده ګمراهۍ کې اخته شوی دی.
قران کې الله تعالی د منافقینو د کړنلارې په اړه فرمایي:
وَيَقُولُونَ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِّنْهُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۚ وَمَآ أُوْلَٰٓئِكَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ
( النور ۴۷)
ژباړه :
هغوی وایې موږ ایمان راوړی په الله او رسول باندې او موږ اطاعت قبول کړی. بیا له دې وروسته په دوې کې یو ډله د (الله له حکم نه) مخ اړوي، دا خلک د سره مومنان نه دي.
یعنې په دروغو د ایمان دعوا کوي،چې کله د عملي اطاعت ، انقیاد او غاړې ایښودو وخت راشې بیا انحراف کوي.
او کله چې د دې د الله او رسول لوري ته بلل کېږي تر څو د دوی ترمنځ پریکړه وکړي بیا په دوی کې یوه ډله اعراض کوي او مخ ترې اړوي.
فرمايې:
إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ ٱلْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ
النور ۵۱)
ژباړه:
د ایمان لرونکو کار خو دا دې چې کله د الله او رسول لوري ته و بلل شي چې د دوې ترمنّځ فیصله وکړي، چۍ واېې به موږ اوریدلې ده او اطاعت مو کړی دی د دغه رنګ خلک کامیابیدونکې دي.
بحث در مورد'په اسلامي ریاست کې تر ټولو لوړ قانون'
نظریات خود را بنوسید
نظریات خود را باره این مقاله با ما شریک کنید