

فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا… (روم، ٣٠)
Så vend ditt ansikt til Herrens rene religion!دانساني حکومت جائزه بڼه خلافت دی
(د اسلامي ریاست ځانګړتیاوې)
دانساني حکومت جائزه بڼه خلافت دی
د انساني د حکومت جائزه بڼه د قران له مخې دا ده چې ریاست د الله او رسول پورته والی ( بالادستی) تسلیم کړي او د خدای او رسول په حق کې له حاکمیت نه لاس واخلي او دحقیقي حاکم د حاکمیت لاندې خ ،لا،فت ( نیابت) قبول کړي.
او د دغه حیثیت (خلافت) په چوکاټ، کې خپل تشریعی، عدالتي او اجرایي،اختیارات استعمال کړي.
[هغه داچې دا اختیارات به ئې په شرعي چوکاټ کې محدود وي]
فرمايې:
و أنزلناإِلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلْكِتَٰبِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَٱحْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ عَمَّا جَآءَكَ مِنَ ٱلْحَقِّ ( المایده ۴۸)
ژباړه : ای نبی! موږ دا کتاب تاته له حق سره نازل کړیدی دا داسې کتاب دی، چې د مخکنیو راغلو کتابونو تصدیق کوي او پر هغو (کتابونو) ساتونکی دی
[ د هغو کتابونو اصلي تعلیمات یې محفوظ کړيدي]
نو تاته چې څه، الله نازل کړیدي ته د هغې په رڼا کې د خلکو ترمنِځ فیصلې کوه، د خلکو د خواهشاتو په پيروۍ کې له هغه حق نه مخ مه اړوه چې تاته راغلی دی[ بلکې د همغه راغلي حق پیروي کوه] .
•-داودعلیه السلام ته،حکم.
وائې:
يَٰادَاوُدُ إِنَّا جَعَلْنَٰكَ خَلِيفَةً فِى ٱلْأَرْضِ فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ
( ص ۲۶)
ژباړه:
ای داوده ! ته مو ځمکه کې خلیفه ګرځولی ئې( مقرر کړی یې)
نو دخلکو ترمنځ په حق فیصلې کوه.
د نفس د خواهش پيروي مه کوه چې هغه به دې د الله له لارې خطا باسي.
له دې آیتونو نه څرګنده شوه چې شخصي معاملاتو کښې د شریعت او حق له پيروۍ سره به مسلمان به په اجتماعي،حکومتي او سیاسي پرېکړو کې هم د الله د حکمونو پیروي کوي.
لکه څنګه چې فرد مکلف دی چې د الله د حکم اطاعت او تابعداري وکړي،همدا شان کورنۍ،قوم،ملت او ریاست هم مکلف دی چې خپلې کړنې د الهي لارښونو په اتباع او رڼا کې تنظیم کړي.
snakker om'دانساني حکومت جائزه بڼه خلافت دی'
Skriv tankene dine
Del dine tanker om denne artikkelen med oss